هلمند: د یو ورزشي جمنازیوم د جوړېدو د بنسټ ډبره کیښودل شوه

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)نن یکشنبه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه دوهمه ناحیه کي د یو ورزشي جمنازیوم د جوړېدو د بنسټ ډبره کښېښودل شوه. د جمنازیوم د بنسټ اېښودني په تړاو جوړه سوې غونډه کي د لښکرګاه ښاروال حاجي احمد سعید انصاري وویل چي دا ورزشي جمنازیوم د لښکرګاه ښاروالۍ لخوا جوړیږي، او په دې […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۵)نن یکشنبه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه دوهمه ناحیه کي د یو ورزشي جمنازیوم د جوړېدو د بنسټ ډبره کښېښودل شوه.

د جمنازیوم د بنسټ اېښودني په تړاو جوړه سوې غونډه کي د لښکرګاه ښاروال حاجي احمد سعید انصاري وویل چي دا ورزشي جمنازیوم د لښکرګاه ښاروالۍ لخوا جوړیږي، او په دې سره به د ښار ځوانان له یو پراخ او د ډیرو اسانتیاوو لرونکي جمنازیوم څخه برخمن شي.

د ښاروالۍ د انجنېرۍ عمومي مدیر انجنېر محمد عباس ذیرک وویل چي دا ورزشي جمنازیوم د ښاروالۍ په انکشافي بودجه د ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د مباني هیرمند ساختماني شرکت لخوا جوړیږي.

نوموړي وویل دا ورزشي جمنازیوم چي د لښکرګاه ښار په دوهمه ناحیه زابل جاده کي موقعیت لري، ټول مساحت یې ۱۲۹۶ متره مربع دی چي د ۴ Change Room یو Main Office او یو د امپایر اطاق په لرلو سره به د ګڼ شمېر اسانتیاوو څخه برخمن وي.