هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا ونښلول شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۱) د افغانستان برېښنا شرکت پياوړي تخنیکي او فني انجنیران له جدي او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو وروسته وتوانېدل چې هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا لېږد مزي د لنډمهالو پایو په لګولو سره ونښلوي. په لنډ مهال ډول ددغو پایو په لګېدو سره د هرات برېښنا ونښلول شوه او د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۱)
د افغانستان برېښنا شرکت پياوړي تخنیکي او فني انجنیران له جدي او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو وروسته وتوانېدل چې هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا لېږد مزي د لنډمهالو پایو په لګولو سره ونښلوي.
په لنډ مهال ډول ددغو پایو په لګېدو سره د هرات برېښنا ونښلول شوه او د نوموړو پایو د اساسي رغونې په موخه کار په جدي توګه دوام لري.
د یادونې وړ ده، چې د روان کال لېندۍ میاشتي په ۲۰ نېټه، هرات ته د ترکمنستان وارداتي برېښنا لېږد مزي دوه پایې د شدید توپان او یخبندان له امله د هرات ولایت د رباط سنګي ولسوالۍ د بقرچر په سیمه کې را نړېدلې وې او برېښنا یې پرې شوې وه چې تېره شپه ۲:۰۰ بجې د لنډمهالو پایو په درولو سره یې چارې بشپړې او د هرات برېښنا بېرته ونښلول شوه.