ننګرهار: ۱۲ میلونه افغانیو په لګښت دوو کانالونو بیا رغونه وشوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د ننګرهار  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد د شیرزادو ولسوالۍ اړوند د پيټلو او مرکې خېلو کانال په یو لړ مراسمو کې د پټی په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل. دغه پروژې د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (UNDP) د دولس میلونه افغانیو په مالي لګښت او د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)د ننګرهار  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي عبدالستار محمد د شیرزادو ولسوالۍ اړوند د پيټلو او مرکې خېلو کانال په یو لړ مراسمو کې د پټی په پرې کولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل.

دغه پروژې د ملګرو ملتونو پرمختیایي ادارې (UNDP) د دولس میلونه افغانیو په مالي لګښت او د اسلامیک ریلیف مٶسسې په تخنیکي همکارۍ د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شوې؛ چې په پیټلو کې ۴،۵ کیلو متره کانال پاک کاري  ۲۹۳ متره استنادي دیوال ورته په اساسي ډول ورغول شو، د کانال په مسیر کې درې دروازې  جوړې شوې او ۹۴۵ کاریګرو  ته پکې د کار زمینه  برابره شوې وه.
دغه راز د مرکې خېلو سیمه کې  ۸ کیلو متره کانال د پاک کاری چارو ترڅنګ ۳۵۴ متره استنادي دیوال ورته په اساسي ډول رغول شوی، چې پدې پروژه کې ۹۶۷ کاریګرو ته  د کار کولو زمینه  برابره شوې وه.
باید وویل شي چې د پیټلو سیمې کانال د۵۰۰۰۰ جریبه ځمکې خړوبولو ظرفیت لري او د مرکې خیلو کانال بیا د ۶۵۰۰ جریبه ځمکې خړوبولو توانایي لري.