ننګرهار: پر سلګونو کورنیو نغدي مرسته وویشل شوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۷) د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د (Japab platform) ادارې په مالي مرسته او د (YVO) ستاسې غږ مؤسسې په همکارۍ د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې (۵۳۴) اړمنو کورنیو ته د نقدو پیسو پنځم پړاو ویش ترسره شو. د یادو مرستو سروې څلور میاشتې وړاندې د کلیو […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۷) د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د (Japab platform) ادارې په مالي مرسته او د (YVO) ستاسې غږ مؤسسې په همکارۍ د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې (۵۳۴) اړمنو کورنیو ته د نقدو پیسو پنځم پړاو ویش ترسره شو. د یادو مرستو سروې څلور میاشتې وړاندې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست سره په همغږۍ او نظارت لاندې په ذکر شوې ولسوالۍ کې ترسره شوه چې بې سرپرسته کونډو ، یتیمانو او ناچارو کورنیو ته د پنځم ځل لپاره، هرې کورنۍ ته ۸۶۰۰ افغانۍ نقدې پیسې ورکړل شوې. بل خوا په دوربابا ولسوالۍ کې د یاد ریاست تر چتر لاندې او د IOM مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ۱۶۰۰ کورنیو ته په صحي برخه کې د ټريننګونو ورکړې تر څنګ يه د صحي کیټونو ویش هم پیل شو.