ننګرهار : سرخرود ولسوالۍ کې ۸۰۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۱) په ننګرهار ولایت کې د دولتي، سلطاني، مرعي او و قفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکي پلای غړو د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد په مشری د ددې ولایت سرخرود ولسوالی ته سفر وکړ او د دغه ولسوالی اړوند د خیرآباد کلي د کاریز ګړوم سیمه کې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۲۱) په ننګرهار ولایت کې د دولتي، سلطاني، مرعي او و قفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکي پلای غړو د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد په مشری د ددې ولایت سرخرود ولسوالی ته سفر وکړ او د دغه ولسوالی اړوند د خیرآباد کلي د کاریز ګړوم سیمه کې نږدې ۸۰۰ جریبه اماراتي ځمکه چې د غاصبینو لخوا غصب او په یو اندازه سیمه کې یي کورونه جوړېدل تثبیت کړه.
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد پر ځایي اوسیدونکو غږ وکړ چې په امارتي غصب شویو ځمکو باندې د کورونو جوړولو څخه ډډه وکړي، او تر څنګ یي د سرخرود ولسوالی امنیه قومندانې ته هم سپارښتنه وکړه چې په یاده سیمه کې د کورونو جوړولو مخه ونیول شي، او هیچاته اجازه ورنکړي چې په غصب شوي ځمکه کې کورونه جوړ کړي.
باید وویل شي، چې د ځمکو د غصب د مخنيوي کميټې تر دې دمه په ننګرهار ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولايت په کچه د ځمکو د‌ غصب د مخنيوي او د‌ غصب شويو ځمکو د‌ بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.