ننګرهار: بهسود ولسوالۍ کې ۲۲۰۰ جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) په ننګرهار ولایت کې د امارتي، سلطاني، مرعی او و قفي ځمکو د غصب څخه د بیرته راګرځولو تخنیکي هیئت د مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ په خپل کاري سفر کې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د جمالي، عبدیانې، قاسم آباد او بهسود خاص قریو کې تقریباً ۲۲۰۰ جریبه امارتي /دولتي ځمکه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۷) په ننګرهار ولایت کې د امارتي، سلطاني، مرعی او و قفي ځمکو د غصب څخه د بیرته راګرځولو تخنیکي هیئت د مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ په خپل کاري سفر کې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د جمالي، عبدیانې، قاسم آباد او بهسود خاص قریو کې تقریباً ۲۲۰۰ جریبه امارتي /دولتي ځمکه تثبیت کړه.
ښاغلي محمد زیاته کړه چې د جمالي، عبدیانې، بهسود خاص په قریو کې او همدارنګه د قاسم آباد په ښارګوټي کې د ښاروالۍ له لوري چې هیوادوالو ته یو شمیر رهایشي نمرې په قانوني توګه ویشل شوي دي، د غاصبینو لخوا په زیاته اندازه نمرې غصب شوي، چې د تثبیت څخه وروسته به یې د تصفيې په اړه هم تصمیم ونیول شي.
محمد وویل چې په ننګرهار ولایت کې د امارتي، سلطاني، مرعی او وقفي ځمکو د غصب څخه د بیرته راګرځولو تخنیکي هیئت به د ددغه ولایت ټولو ولسوالیو ته سفرونه وکړي او غصب شوې ځمکې به تثبیت او لست به یې له مرکزي تخنیکي کمېسیون سره د وروستي تصمیم نیونې په موخه شریک کړي.