میدان وردګ: بندچک کې د کابل ادارې ۲ کارکوونکي له مجاهدینو سره یو ځای شول

د میدان وردګ ولایت، بندچک ولسوالۍ کې د محمدیوسف ولد محمدنور په نوم د بسراق کلي یو تن اوسیدونکی او د محمدهمایون ولد محمدکریم په نوم د خوات د خلیلي کلي یو تن اوسیدونکی پولیس د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې را […]

د میدان وردګ ولایت، بندچک ولسوالۍ کې د محمدیوسف ولد محمدنور په نوم د بسراق کلي یو تن اوسیدونکی او د محمدهمایون ولد محمدکریم په نوم د خوات د خلیلي کلي یو تن اوسیدونکی پولیس د حقیقتونو د درک په نتېجه کې د امیرالمؤمنین د عفوي له فرمان څخه په استفاده له مزدوري ادارې را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شول.

دوی دواړو له جګړې او مخالفته د بیزارۍ په اعلانولو سره په تېرو کړنو د پښيمانۍ تر څنګ په راتلونکي کې مزدوري ادارې ته د بیا نه ورتلو پخه ژمنه کړې ده.

د دعوت او ارشاد کمیسیون مسؤلینو د دوی د راتلو هرکلی کړی او د باورپاڼو په ورکولو سره یې بیرته ازاد ژوند ته سوق کړي دي.

‏09‏/02‏/2021