میدان وردګو جلګه ولسوالۍ فتحه شوه امنیه قومندان او ۷۰ تنه عسکر ووژل شول

تیره شپه د میدان وردګو ولایت جلګې (دایمیرداد) ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او نور تأسیسات په ټولیزه توګه فتحه شول. په ولسوالۍ کې د امنیې قومندان او د اردو ۲ قومندانانو په ګډون ۷۰ تنه عسکر وژل شوي چې د اکثرو جسدونه په سیمه کې پاتې دي. همدا ډول په پيښه کې له دښمن څخه […]

تیره شپه د میدان وردګو ولایت جلګې (دایمیرداد) ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او نور تأسیسات په ټولیزه توګه فتحه شول.
په ولسوالۍ کې د امنیې قومندان او د اردو ۲ قومندانانو په ګډون ۷۰ تنه عسکر وژل شوي چې د اکثرو جسدونه په سیمه کې پاتې دي.
همدا ډول په پيښه کې له دښمن څخه ۵ هاموې ټانکونه، ۲ رینجر موټر، ۱ میل زیکویک، ۱ میله شلکا، ۱ میل (SPJ9) توپ، ۲ میله هاوانونه، ۵۰ میله امریکايي شل ډزې ټوپک، ۱۵ میله پيکا ماشیندار، ۲ موټره مهمات له ډيرو نورو نظامي لوازمو سره یوځای د مجاهدینو لخوا ونیول شول.
همدا ډول ۱ ټانک او ۱ رینجر موټر د جګړې په جریان کې له منځه یوړل شول.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم د یادې ولسوالۍ ۶ لوی محافظتي پوستې چې هره پوسته يې لکه قرارګاه دومره لویه او مستحکمه وه د مجاهدینو لخوا نیول شوې وي.
د نښتو په لړ کې ۴ تنه مجاهدین د شهادت لوړ مقام ته ورسیدل، او ۶ تنه نور ټپيان شول.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۳۰/۱۲/۱۴۳۹هـ ق
۱۹/۶/۱۳۹۷هـ ش ــ 2018/9/10م