مولوي عبدالکبیر: په افغانستان کې د داعش ريښې له منځه تللې دي

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۸) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غړو محترم خیرالله خیرخوا او محترم انس حقاني هم حضور درلود، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اغلې روزا اوتونبایوا او ورسره […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۸)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار ماڼۍ کې په داسې حال کې چې د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون غړو محترم خیرالله خیرخوا او محترم انس حقاني هم حضور درلود، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې اغلې روزا اوتونبایوا او ورسره پلاوي سره وکتل.
په دې ناسته کې، اغلې روزا اوتونبایوا د روژې میاشتې مبارکي وویله وې ویل، له افغانانو سره به د ملګرو ملتونو بشري مرستې دوام وکړي.
هغې همداراز، د افغانستان د ستونزو حل لپاره پر خبرو اترو او تفاهم ټینګار وکړ زياته يې کړه، ملګري ملتونه به په دې برخه کې هڅې وکړي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبیر له افغانانو سره د ملګرو ملتونو له بشري مرستو مننه وکړه وې ویل، بشري مرستې باید په سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړل شي. افغانستان د ملګرو ملتونو له فعالو غړو څخه دی او هیله ده د نړیوالې ټولنې یو فعال هېواد پاتې شي.
هغه وویل: اسلامي امارت له نړیوالو سره تعامل غواړي، خو ملګري ملتونه باید پر اسلامي امارت او مقاماتو یې محدودیتونه او بندیزونه ختم کړي، ځکه دې کار د تعامل مخه نیولې ده. په دې برخه کې د یوناما هڅې مهمې دي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت ټول شرایط پوره کړي او باید په رسميت وپېژندل شي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ډاډ ورکړ، چې افغانستان به د هیچا په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي او نه به چاته د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې اجازه ورکړي. نوموړي وویل، د افغانستان خاوره به د هيچا پر ضد ونه کارول شي.
محترم مولوي عبدالکبير زياته کړه، اسلامي امارت په ډیالوګ باور لري، خپلو سیاسي مخالفانو ته یې بښنه کړې، افغان شخصیتونو ته یې د بېرته راستنېدو زمینه برابره کړې او تر اوسه دا پروسه ښه پرمخ روانه ده. اسلامي امارت په ټولګډونه نظام باور لري او غواړي د تخصص پر اساس ټاکنې وکړي.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال د خپلو خبرو پای کې وويل، داعش یو نړیوال ګواښ دی، خو اسلامي امارت یې په افغانستان کې ريښې وچې کړې دي.#