ملي تدارکاتو کمېسیون لومړۍ غونډه د یو لړ پریکړو په ترسره کیدو، دایره شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۹) د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن په مرمرینه ماڼۍ کې د ملي تدارکاتو کمېسیون لومړۍ غونډه جوړه شوه. د غونډې په پیل کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د ملي تدارکاتو کمېسیون رئیس الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند خبرې وکړې او د غونډې […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۹) د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ نن په مرمرینه ماڼۍ کې د ملي تدارکاتو کمېسیون لومړۍ غونډه جوړه شوه. د غونډې په پیل کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د ملي تدارکاتو کمېسیون رئیس الحاج ملا عبدالغني برادر اخوند خبرې وکړې او د غونډې له ګډونوالو یې ددې ملي او مهمې پروسې پرمخ بېولو کې د ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه. ورپسې د ملي تدارکاتو ادارې د مسوولینو له لوري ددې ادارې په اړه معلومات د غونډې له ګډونوالو سره شریک شول. د غونډې په بله برخه کې د ۱۳قراردادونو او تدارکاتي موضوعاتو خبرې وشوې. په یادو قراردادونو کې چې د مالیې وزارت، عامې روغتیا وزارت، کابل ښاروالۍ او برېښنا شرکت له لوري ملي تدارکاتو ادارې ته وړاندې شوي وو، د ۷ پروژو قراردادونه د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظور، د ۱ پروژې قرارداد وځنډول شو او د پاتې ۵ پروژو قراردادونه چې د فسخې غوښتنه یې شوې وه، فسخه شول. دغه قراردادونه د توکو د خریدارۍ په ګډون د خدماتو او بیارغونې د پروژو وو. د غونډې په پای کې پرېکړه وشوه چې له دې وروسته هېڅ اداره نه شي کولای د ملي تدارکاتو کمېسیون له منظورۍ پرته خپلې اړوندې پروژې په قرارداد ورکړي. ټولې ادارې مکلفې دي چې د خپلو پروژو قراردادونه د ملي تدارکاتو ادارې له لارې د کمېسیون له منظورۍ وروسته لاسلیک کړي.