لغمان کې د ۲.۶ میلونو افغانیو په ارزښت د سړک رغولو چارې پیل شوې

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۹) لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د مهترلام ښاروالۍ په مالي لګښت د یو سړک د رغولو چارې پیل شوې. د سړک د کار د پیل په مراسمو کې لغمان مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري، مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت، د ولایتي ادارو مسوولینو ګډون درلود. د مهترلام ښاروال مولوي رحمت […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۹)

لغمان ولایت مرکز مهترلام کې د مهترلام ښاروالۍ په مالي لګښت د یو سړک د رغولو چارې پیل شوې.

د سړک د کار د پیل په مراسمو کې لغمان مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري، مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت، د ولایتي ادارو مسوولینو ګډون درلود.

د مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت وویل د ښار په مرکزي برخه کې د مهترلام ښاروالۍ له لوري د یو سړک رغولو چارې پیل شوې چې (۲.۶) دوه میلیونه او شپږسوه زره افغانۍ لګښت پرې راځي او د مهترلام ښاروالۍ له لوري ورکول کیږي.

لغمان مرستیال والي مولوي سعید احمد بنوري د مهترلام ښاروالۍ د مسؤلینو څخه د مننې سربیره سپارښتنه وکړه ترڅو د معیار مطابق پخپل وخت یې رغنیزې چارې بشپړ کړي ترڅو ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.