لغمان کې دوه ښوونځي جوړ او نن ګټه اخیستنې ته وسپارل شول

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۰) لغمان ولایت کې یونیسیار موسسې د ۴۸۸۳۷۱ امریکایي ډالرو په ارزښت دوه ښوونځي جوړ او نن یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګته اخیستنې ته وسپارل. د یادو ښوونځیو د ګته اخیستنې په مراسمو کې د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد سربېره د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۰) لغمان ولایت کې یونیسیار موسسې د ۴۸۸۳۷۱ امریکایي ډالرو په ارزښت دوه ښوونځي جوړ او نن یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګته اخیستنې ته وسپارل.

د یادو ښوونځیو د ګته اخیستنې په مراسمو کې د لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد سربېره د پوهنې رئیس مولوي شاه جهان ساجد، د موسسو همکارانو، د قرغیو امنیه قومندان، د معارف امر، قومي مشرانو، سپین ږیرو او زده کوونکو ګډون کړی و.

لغمان والي الحاج قاري زین العابدین عابد د ښوونځیو يه جوړېدو خوښي څرګنده کړه، هغه له یونیسیار موسسې مننه وکړه چې په لغمان کې یې دا ډول یوه با ارزښته پروژه تطبیق کړه نوموړي وویل لغمان اوس بشپړ امن دی موسسات باید ددې ولایت د خلکو لاسنیوی وکړي ترڅو د لغمان خلک پرځان بسیا او له هر اړخه پیاوړي شي.