لغمان: دوه روغتیایي پروژې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوې

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۳) لغمان ولایت کې د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ PU-AMI موسسې په مالي لګښت الیشنګ ولسوالۍ کې د اسلام اباد په اساسي روغتیایي مرکز کې د قابلې لپاره د اوسیدو کور اود بارکزایو فرعي او روغتیایي مرکز تاسیس د ۲ میلیونه ۳ لکه ۷۸ زره ۲۵۰ افغانیو په لګښت ګته اخیستنې ته […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۲۳) لغمان ولایت کې د عامې روغتیا ریاست په همکارۍ PU-AMI موسسې په مالي لګښت الیشنګ ولسوالۍ کې د اسلام اباد په اساسي روغتیایي مرکز کې د قابلې لپاره د اوسیدو کور اود بارکزایو فرعي او روغتیایي مرکز تاسیس د ۲ میلیونه ۳ لکه ۷۸ زره ۲۵۰ افغانیو په لګښت ګته اخیستنې ته وسپارل شول.

د عامې روغتیا رئیس ښاغلي عابد باختر اژانس ته وویل چې د یادو پروژو په تطبیق سره شاوخوا ۲۵ زره کورنیو ته روغتیایي خدمات وړاندې کیږي، هغه وویل دوی په ټول ولایت کې پلان لري چې دغسې فرعي روغتیايي مرکزونه د خلکو د خدمت لپاره فعال کړي.

د ولایت ویاند مولوي سلامت خان بلال له مرسته کوونکي موسسې څخه د مننې ترڅنګ وویل: پر یادو پروژو څه دپاسه ۲ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې په بشړیدو سره یې زرګونه کورنیو ته سم روغتیایي خدمات رسیږي.