لغمان: امنیې قومندانۍ هغه کس ونیو چې د واده زلمی او پېغله یې وژلي وو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د لغمان آمنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي پولیسو هغه کس ونیو چې تېره ورځ یې د واده زلمی او پېغله دواړه وژلي وو. نوموړی وایي تېره ورځ مازیګر څلور بجې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د کهنپال درې په سملان کلي کې د احسان الله په نوم یو تن د واده د مراسمو […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۱)د لغمان آمنیه قومندانۍ ویاند یونس یوسفزی وایي پولیسو هغه کس ونیو چې تېره ورځ یې د واده زلمی او پېغله دواړه وژلي وو.

نوموړی وایي تېره ورځ مازیګر څلور بجې د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د کهنپال درې په سملان کلي کې د احسان الله په نوم یو تن د واده د مراسمو پرمهال په شاه او ناوې ډزې کړې وې چې دواړه وژل شوي وو.

نوموړی زیاتوي چې پولیسو تورن کس نیولی دی ترڅو معلومه کړي چې ولې یې د واده پر مراسمو ډزې وکړې هغه وایي یاد کس به له پوښتنو او ګرویګنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپاري.