فراه کې؛ د لسګونو میلیونو افغانیو په ارزښت لوی شمیر ښوونځي بیارغول شوي

الاماره: ۱۴۴۵/رمضان ۱۰ د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي چې دغه ولایت کې د شاوخوا ۳۱۱۸۹۲۱۶ افغانيو او ۳۷۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت د ۳۹ بابه ښوونځيو بيارغونه شوې ده. د فراه پوهنې رياست رئيس مولوي اختر محمد «زعيم» په وینا چې، د پوهنې رياست د داخلي بودجې د اته ميليونه او۹۳۲زره افغانيو په مالي لګښت […]

الاماره: ۱۴۴۵/رمضان ۱۰

د فراه ولایت ځایي چارواکي وایي چې دغه ولایت کې د شاوخوا ۳۱۱۸۹۲۱۶ افغانيو او ۳۷۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت د ۳۹ بابه ښوونځيو بيارغونه شوې ده.

د فراه پوهنې رياست رئيس مولوي اختر محمد «زعيم» په وینا چې، د پوهنې رياست د داخلي بودجې د اته ميليونه او۹۳۲زره افغانيو په مالي لګښت د ۱۷ښوونځيو او د وزارت د ځانګړې بودجې د ۱۶۴۴۲۱۶ زره افغانيو په ارزښت د ياد رياست د ودانۍ د بيارغولو ترڅنګ د ساتونکو ځانګړې خونه او د ناستو تالار هم ورغول شول.

نوموړي زياتوي، چې د تير کال په اوږدو کې د فراه ښار په ګډون په يو شمير ولسواليو کې د يونيسف مؤسسې د۲۰ ميليونه افغانيو په ارزښت ۸ بابه ښوونځي، ابرار مؤسسې د ۲۰زره ډالرو په ارزښت ۸ښوونځي او د ودان مؤسسې د ۶۱۳۰۰۰ افغانيو په ارزښت د شپږو ښوونځيو ودانۍ بيارغولې دي.

ښاغلي «زعيم» همدارنګه زياته کړه، چې په فراه ولایت کې د يونسيار مؤسسې په مالي ملاتړ د ۳۵۰زره ډالرو په ارزښت د يو ښوونځي دوه پوړيزه ودانۍ هم تر کار لاندې ده او په نږدې راتلونکې کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
نوموړي دغه راز ویلي چې پوهنې وزارت ته د شوي وړاندیز له مخې یې د ۲۰ بابه نورو ښوونځیو د ودانیو بیا رغول هم منظور شوي دي.