فراه: په زیربنایي پروژو کې لسګونو تنو ته د کار زمینه برابره شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) فراه ولایت د کليو بيارغونې او پراختيا رئيس مفتي محمد نسيم “سرهنګ’ وایي د یاد ولایت په بالابلوک ولسوالي کې (۱۵۰) تنو ته د موقتي کار زمینه برابره شوې ده. هغه زياته کړه، چې دغه کسان به د بالابلوک ولسوالي په سياه جنگل، تقصیرک او ګنج اباد کلیو کې د درېيو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) فراه ولایت د کليو بيارغونې او پراختيا رئيس مفتي محمد نسيم “سرهنګ’ وایي د یاد ولایت په بالابلوک ولسوالي کې (۱۵۰) تنو ته د موقتي کار زمینه برابره شوې ده.

هغه زياته کړه، چې دغه کسان به د بالابلوک ولسوالي په سياه جنگل، تقصیرک او ګنج اباد کلیو کې د درېيو مياشتو په موده کې د اوبو د زېرمو د جوړولو په برخه کې کار وکړي.

هغه زياته کړه، چې د کليو بيارغونې او پراختيا رياست په همکارې د (OCHR) مؤسسې له خوا په يادو کليو کې د اوبو پنځه زیرمې د (۲۰۲۸۷۴) ډالرو په مالي لګښت جوړېږي، چې هره یوه د (۲۰۰۰۰) لیټره اوبو د زیرمه کولو وړتیا لري او ۱۱۰۰ کورنۍ تر پوښښ لاندې نیسي.

د کليو بيارغونې او پراختيا رئيس مفتي محمد نسيم “سرهنګ” په ​​وينا، ټاکل شوې د بالابلوک ولسوالي په شيوان کلي کې د دیرش (۳۰) زرو ډالرو په لګښت د اوبو (۴۰) څاه ګانې له بمبو سره جوړې شي.