غزني: د احصايې او معلوماتو ریاست عواید د نورو کلونو په پرتله ۳ برابره زیات شوي دی

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د غزني د احصایې او معلوماتو ریاست مسئولینو د خپل کلني راپور ورکوني په ناسته کې وویل چې د دغه ولایت مستوفیت ریاست سږکال دوی ته ۱۳ میلیونه افغاني عواید ټاکلي وو، خو د غزني احصایې او معلومات ریاست، د کال له پیله تر اوسه تر ۲۱ میلیونه ۸۴۷ زره ۲۰۰ […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۰) د غزني د احصایې او معلوماتو ریاست مسئولینو د خپل کلني راپور ورکوني په ناسته کې وویل چې د دغه ولایت مستوفیت ریاست سږکال دوی ته ۱۳ میلیونه افغاني عواید ټاکلي وو، خو د غزني احصایې او معلومات ریاست، د کال له پیله تر اوسه تر ۲۱ میلیونه ۸۴۷ زره ۲۰۰ افغانۍ عواید راټول کړي او د کال تر پایه به د دغه ریاست په عوایدو کې د پام وړ زیاتوالي راشي.

د غزني د احصایې او معلوماتو رئیس حافظ عبدالکبیر نصرت خالد د دغه ریاست د عوایدو د زیاتوالي لامل، د عوایدو په راټولولو کې شفافیت، د الکترونیکی تذکرو بیه له ۱۰۰ افغانیو څخه ۳۰۰ افغاني، د کاغذي پېژند پاڼو بیه له ۱۰ افغانیو څخه ۱۰۰ افغاني، د تذکرو اصلاح بیه له وړیا څخه ۵۰۰ افغاني، د مړني کارت بیه له وړیا څخه ۱۰۰ افغاني، زېږیدني کارت بیه له وړیا څخه ۲۰۰ افغاني او د ښه امنیت له وجې د خلکو زیاته مراجعه دغه ریاست بولي.

ښاغلي نصرت خالد زیاتوي چې د غزني د احصايې او معلومات ریاست د جمهوریت په دوره کې په کال کې څه باندي ۷ میلیونه افغاني عواید راټولول، خو دوی اوس دغه عواید ۲۱ میلیونه افغانیو ته لوړ کړي چې د هغه وخت په پرتله ۳ برابره زیاتوالي پکي ښکاري.

د ښاغلي نصرت خالد په خبره، د اسلامي امارت له واکمن کېدو په هېواد کې تر اوسه دغه ریاست ۳۳ میلیونه، ۶۷۵ زره ۵۹۰ افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د غزني د احصايې او معلومات ریاست مسئولینو په کلني راپور ورکوني ناسته کې د دغه ولایت تخمیني نفوس ۱ میلیونه، ۴۱۱ زره، ۳۸۰ تنه وکړي وبلل.