ضمیر کابلوف د هیواد بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۹) ‏نن د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل. په سر کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د وروستیو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۹) ‏نن د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ا. ا. ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په سر کې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او روسیې پر دوو اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو، اقتصادي همکاریو او په افغانستان کې د وروستیو پرمختګونو په باب ‏هراړخیزې خبرې وکړې. متقي صاحب وویل، چې روسیه د افغانستان په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او له روسي لوري يې مننه وکړه چې په مسکو کې افغان سفارت ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي. همداراز د بهرنیو چارو وزیر یاده کړه،چې افغان حکومت لېواله دی چې په مسکو کې خپل دیپلوماتیک حضور پراخ ‏او کچه یې هم لوړه کړي.
د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان او روسیې ترمنځ پر سوداګریزو راکړو ورکړو هم خبرې وکړې او له روسي لوري يې وغوښتل چې دواړه هېوادونه پر هغو لارو چارو کار وکړي چې دوې اړخیزې سوداګرۍ ته وده ورکوي. د بهرنیو چارو وزیر له روسیې څخه د نفتو، ګازو او غنمو پر واردولو هم
‏بحث وکړ او له روسي پلاوي څخه یې وغوښتل چې د ګمرکې تعرفې په برخه کې افغانستان سره ځانګړی چلن وشي.
د روسیې ځانګړي استازي په خپلو خبرو کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه د پرونۍ پېښې له امله غمرازي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې دښمنان هڅه کوي چې افغانستان ناامنه وي. ښاغلي کابلوف وویل،‏روسیه په افغانستان کې ثبات او پرمختګ غواړي او نه غواړي د غربي هېوادونو په څېر پر افغانستان نیوکې وکړې او په کورنیو چارو کې يې لاسوهنه وکړي.
کابلوف زیاته کړه، چې روسیه نه غواړي افغانستان له نړیوالې ټولنې څخه منزوي شي. ده وویل، دواړه هېوادونه باید په دې اړه ګډې هڅې وکړي.

‏د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي وویل، هېواد به یې په ګڼو برخو کې افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. ده زیاته کړه، افغانستان د پاکستان، منځنۍ اسیا او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ په وده کې ګټور رول لوبولای شي.