سمنګان ولایت

سمنګان ولایت کې له ۱۰ زرو جریبو څخه زیاتې ځمکې بررسي شوي دي

د سمنګان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د تخنیکي هیئت ۱۴ ورځنی (د جمادي الاول له ۱۰-۲۴) راپور وړاندې شو.

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۸)
د سمنګان ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه او پکې د تخنیکي هیئت ۱۴ ورځنی (د جمادي الاول له ۱۰-۲۴) راپور وړاندې شو.
ددغه راپور پر اساس په دغې موده کې ۱۰ زره او ۱۶۰ جریبه ځمکه د انجینرانو لخوا جي پي اس شوه چې له دغې جملې ۹ زره جریبه یې شخصي، ۶۰۰ جریبه یې څړځای او ۵۶۰ جریبه نوره یې د خاورو تپې چې د افرادو او اشخاصو لخوا غصب شوې تشخیص شوي دي.
په دغې ناسته کې، تخنیکي هیئت د امنیه قوماندانۍ څخه د لا زیاتې همکارۍ غوښتونکی شو او هم یې د ځمکې د غصب د مخنیوي کمېسیون د مشرتابه له مقام څخه د کارونو پرمخ وړلو له پاره د زیاتې بودجې غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، د پنجشیر ولایت د تخنیکي هیئت ناسته ددغه هیئت د رییس او غړو او ددغه ولایت د شتل ولسوالۍ د یو شمېر اوسیدونکو په حضور سره جوړه شوه.
دغه راز یاد هیئت له هغه شمېر اشخاصو څخه چې د سیند او سړک غاړو او څنډو کې دوکانونه او هوټلونه جوړ کړې، د هغوی د ملکیت سندونه وغوښتل.
د دوکانونو او هوټلونو د مالکانو وړاندې شوي سندونه تر غور او بررسۍ لاندې ونیول شول او پریکړه وشوه چې راتلونکې ورځ یو تخنیکي ټیم د اسکیچ، مساحت او د حدودو ټاکلو له پاره سیمې ته ولاړ شي او خپل راپور تخنیکي هیئت ته وړاندې کړي.
پر دې سربېره، د سرپل ولایت د تخنیکي هیئت ناسته هم د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.
دغه راز تخنیکي هیئت د ۱۳ کلیو له استازو سره چې د وردکو له قومونه (ناقلینو) سره حقوقي دعوا لري وکتل. هیئت د خلکو له استازو څخه وغوښتل چې خپل موثقه سندونه او مدارک د بررسۍ له پاره وړاندې کړي.
دغه راز هیئت له هغوی څخه وغوښتل چې له بې ځایه اقداماتو او د بې نظمۍ منځ ته راوړلو څخه ډډه وکړي او ډاډه اوسي چې هيئت په بشپړ دقت سره خپل کار ترسره کوي او قانوني اجراآت به وکړي.
یادو اوسیدونکو د وردکو قومونو ته د ځمکو ویشل د شریعت او د وخت حکومت د مشرتابه له فرمان سره خلاف بولي او هغوی دغې برخه کې له هیئت څخه د افغانستان د وخت شاه؛ امان الله خان د فرمان د لیدو غوښتونکي شول.
یاد هیئت تصمیم ونیو چې د سرپل اوسیدونکو او ناقلینو ترمنځ د دعوا د حل له پاره له کمېسیون څخه لیکل شوې لارښوونه واخلي.