زابل: د طبعي پېښو له امله سلګونو زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وشوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۳) نن د زابل ولایت د پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست تر چتر لاندي د IoM/ د مهاجرینو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ په مرکز او لسو ولسوالیو کې هغو کورنیو ته توزیع شوه چې تیرو اورښتونو، سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې. د پېښو په وړاندي د مبارزې رئیس ملا […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۳) نن د زابل ولایت د پېښو پر وړاندي د مبارزې ریاست تر چتر لاندي د IoM/ د مهاجرینو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ په مرکز او لسو ولسوالیو کې هغو کورنیو ته توزیع شوه چې تیرو اورښتونو، سیلابونو له امله زیانمنې شوې وې.

د پېښو په وړاندي د مبارزې رئیس ملا راضا محمد خالد وویل یاد مرسته ۷۹۷ هغه کورنیو ته ورکول کیږي کومې چې تیرو سیلابونو او اورښتونو ځپلې وې.
د یادې موسیسې مسؤلینو وویل دغه مرسته د مرکز او لسو ولسوالیو په شمول ۷۹۷ کورنیو ته ورکول کیږي، په خبره یې هرې کورنې ته ښځینه ټیکری، یو دانه نارینه پټو، یوه جوړه نارینه بوټان، یوه جوړه ښځینه بوټان، څلور جوړې ماشومانو بوټان، دولس جوړي جورابې، څلور جوړې د ماشومانو دستکشی، څلور جوړې د ماشومانو خولۍ، دري دانې توسان ، یو بیګ چې توکې هم په کښې دي، ۲۰۰ نغد ډالر او ۱۳۰۰ افغانۍ د لاره کرایه ورکول کیږي چې توزیع همدا اوس پیل شوه.