د یوناما مشرتابه د هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

‏نن د يوناما مشرې روزوا اتنبایوا او مل پلاوي يې د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره وکتل. په دې ناسته کې دواړو لوريو د ا.ا.ا. د وروستيو ديپلوماتيکو پرمختگونو، د دوحې راتلونکې ناسته، د سنيرلي اوغلو راپور او ورته موضوغاتو د نظر تبادله وکړه.‏په سر کې د بهرنيو چارو وزير […]

‏نن د يوناما مشرې روزوا اتنبایوا او مل پلاوي يې د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره وکتل.
په دې ناسته کې دواړو لوريو د ا.ا.ا. د وروستيو ديپلوماتيکو پرمختگونو، د دوحې راتلونکې ناسته، د سنيرلي اوغلو راپور او ورته موضوغاتو د نظر تبادله وکړه.‏په سر کې د بهرنيو چارو وزير د م.م. امنيت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه‌ليک په اړه د امارت دريځ يو ځل بيا تکرار کړ او د ا.ا.ا. او م.م. ترمنځ يې پر رغنده تعامل ټينگار وکړ. متقي صاحب د دوحې د راتلونکې غونډې د اجنډا او ترکيب په اړه له يوناما څخه د زياتو وضاحتونو غوښتنه وکړه.‏او زياته يې کړه چې د وضاحتونو په رڼا کې به امارت د پلاوي د گډون په اړه پریکړه وکړي.
آغلې اتنبایوا په خپل وار د دوحې ناستې په اړه ځيني معلومات وړاندې کړل او د امارت د پلاوي د گډون غوښتنه يې وکړه.