د ګوانتانامو وروستي دوه تنه افغان بنديان هم آزاد او خپل هېواد ته راستانه شول

الامارة: ۱۴۴۵ شعبان ۲مه د لوګر ولايت د مرکز اوسيدونکی ملاعبدالظاهر او د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي عبد الکريم په ۲۰۰۲ کال کې ګوانتانامو زندان وړل شوي وو چې اوه کاله وړاندې دواړه بنديان د عمان هېواد ته انتقال شوي وو او اوس د اسلامي امارت په هڅو آزاد او خپل هېواد […]

الامارة: ۱۴۴۵ شعبان ۲مه

د لوګر ولايت د مرکز اوسيدونکی ملاعبدالظاهر او د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي عبد الکريم په ۲۰۰۲ کال کې ګوانتانامو زندان وړل شوي وو چې اوه کاله وړاندې دواړه بنديان د عمان هېواد ته انتقال شوي وو او اوس د اسلامي امارت په هڅو آزاد او خپل هېواد ته راستانه شول چې نن ورځ يې د کابل نړيوال هوايي ډګر کې د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو او عامو افغانانو له لوري دروند استقبال ترسره شو.
په دې وروستيو کې داسلامي امارت په هڅو له هېواده بهر په مختلفو ځایونو کې افغان بنديان آزاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي چې د بنديانو د کورنيو په شمول د ټولو افغانانو د خوښۍ لامل شوي دي او داکار يې د اسلامي امارت د ستاينې وړ عمل بللی دی.