د کورنیو چارو وزیر د م. م له پلاوي سره پر مهمو مسائلو خبرې وکړې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارکوس پوتزل، د یوناما د سیاسي چارو مرستیال سکاټ سمیت او مل پلاوي سره وکتل. ښاغلي پوتزل د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه څخه د دوی د همکارۍ او د امنیتي وضعیت د […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۹) د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر محترم خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مارکوس پوتزل، د یوناما د سیاسي چارو مرستیال سکاټ سمیت او مل پلاوي سره وکتل.
ښاغلي پوتزل د کورنیو چارو وزارت له مشرتابه څخه د دوی د همکارۍ او د امنیتي وضعیت د ښه والي له امله مننه وکړه او د نجونو د تعلیم او د نورو محدودیتونو دوضع کېدو په اړه یې خپلې اندېښنې شریکې کړې.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر وویل؛ د اسلامي امارت رهبري د ولس د رفاه او خیر لپاره فکر کوي او ورته ژمن دی. د ستونزو د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي، یوې معقولې او دایمي حل لاره باندې کار روان دی؛ داسې چې شرعي احکامو او زمونږ د خلکو کلتور سره مطابقت ولري.