د کندهار ـ هرات لویه لار ۶۵ کیلو متره جوړیږي

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۹) د کندهار ـ هرات لویه لار ۶۵ کیلو متره «د کندهار باغ‌پُل څخه بیا د هلمند تر حدودو پوري» جوړیږي. د ټولګټو چارو وزارت حقوقي سلاکار مولوي حبیب‌الرحمن‌آغا وایي، د کندهار ـ هرات لویه لار چي ډېره خرابه ده او ولس ته ئې د تګ راتګ پرمهال ډېري ستونزي رامنځته کړي؛ […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۹) د کندهار ـ هرات لویه لار ۶۵ کیلو متره «د کندهار باغ‌پُل څخه بیا د هلمند تر حدودو پوري» جوړیږي.

د ټولګټو چارو وزارت حقوقي سلاکار مولوي حبیب‌الرحمن‌آغا وایي، د کندهار ـ هرات لویه لار چي ډېره خرابه ده او ولس ته ئې د تګ راتګ پرمهال ډېري ستونزي رامنځته کړي؛ نو د مشرتابه د لارښووني او د ټولګټو وزارت تر رهبرۍ لاندي ئې رسماً نن د ۶۵ کلیومتره هغه سړک د جوړېدو چاري پيل کړې، چي ډېر تخریب شوی دی.
نوموړي زیاته کړه ددې سړک د جوړیدو ټول لګښت د ټولګټو وزارت له بودیجې څخه ورکول کیږي.

مولوي حبیب‌الرحمن آغا زیاته کړه، د ټولګټو چارو وزارت له لوري ددې سړک د جوړېدو ترڅنګ د کندهار ـ کابل لویي لاري، د کندهار ـ دهراود لويي لاري او هم د معروف ـ کندهار لاري د جوړېدو چاري خورا په چټکۍ سره رواني دي او همدا راز ئې ډاډ څرګند کړ، چي د کندهار د باغ‌پُل د بیارغوني لپاره ټیمونه ترتیب شوي او ډېر ژر به عملاً ورباندي کار پيل کړي.