د کمپنۍ سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې پیل شوې

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۸)ښاریانو ته د ترانسپورټي آسانتیاو رامنځته کولو په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند له کوټه سنګي څخه تر کمپنۍ چوک پورې د سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې پیل شوې. ټاکل شوې ده یاد فرعي سړکونه د (۱۱۲۸۴ ) مترو په اوږدوالي او د (۸،۷۰) مترو په پراخوالي سره، د (۱۶۵ ) میلیونه افغانیو […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۸)ښاریانو ته د ترانسپورټي آسانتیاو رامنځته کولو په موخه، د پنځمې ناحیې اړوند له کوټه سنګي څخه تر کمپنۍ چوک پورې د سړک د فرعي لیکو جوړولو چارې پیل شوې.
ټاکل شوې ده یاد فرعي سړکونه د (۱۱۲۸۴ ) مترو په اوږدوالي او د (۸،۷۰) مترو په پراخوالي سره، د (۱۶۵ ) میلیونه افغانیو په لګښت، د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه، د(۹ )میاشتو په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شي.
د دغو سړکونو په جوړېدو سره به، له یوې خوا د ترافیکي بهیر په وړاندې شته ستونزې له منځه ولاړې شي او له بل لوري به د اړوند سیمو اوسیدونکو ته ښاري او ترانسپورتي آسانتیاوې رامنځته شي.