د کابينې ۱۶مه غونډه؛ خوست کې د سرطاني ناروغيو کمپلکس جوړول تائيد شول

الامارة: ۱۴۴۵ شعبان ۳مه د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپاړسمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ دوشنبه «شعبان المعظم لومړۍ/ سلواغې ۲۳ مه» ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې. د کابينې دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، له هر اړخيز بحث وروسته […]

الامارة: ۱۴۴۵ شعبان ۳مه

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې شپاړسمه غونډه د رئیس الوزراء الحاج ملا محمدحسن اخند په مشرۍ دوشنبه «شعبان المعظم لومړۍ/ سلواغې ۲۳ مه» ترسره شوه او په يو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې وشوې.

د کابينې دا غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوه، له هر اړخيز بحث وروسته په خوست کې د روغتیایي کمپلکس جوړولو طرحه منظور شوه او د امارتي شرکتونو د رهبرۍ هيئت مشر مولوي احمد جان بلال په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه جوړه شوې طرحه په دقیق ډول وڅيړي او اړوند ارګانونه دې خپلې چارې پرمخ یوسي.

همدا راز پرېکړه وشوه چې د کابل ښار پنځم مکروریانو د چارو پرمختګ په اړه د کمیټې نظر دې له سترې محکمې سره شریک شي او محکمه دې يادې موضوع ته لومړيتوب ورکړي؛ ترڅو يې چارې پيل او خلکو ته خپل حق وسپارل شي.

په غونډه کې د اسلامي امارت اداري کميسيون ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د کار او ټولنيزو چارو وزارت له لوري د کارموندنې ملي پاليسۍ په اړه جوړې شوې طرحې بیاکتنه وکړي او د منظورۍ لپاره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.

د کابينې دا غونډه د خير په دعا پای ته ورسېده.