د کابل ښار په انصاري څلورلارې کې د ښکلا یو سمبول ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۷) د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه په انصاري څلورلارې کې د ښکلا یو سمبول د چارو تر بشپړېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په یادو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۷) د ښاري ښکلا رامنځته کولو په موخه په انصاري څلورلارې کې د ښکلا یو سمبول د چارو تر بشپړېدو وروسته د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په یادو مراسمو کې وویل چې، د څلورلارو د ښکلا چارو پر دوام نن د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري په انصاري څلورلارې کې د ( پامیر شرکتونو ډلې) په مرسته یو سمبول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. نوموړي له هغه سوداګرو چې د ښار په آبادۍ کې یې برخه اخیستنې ده مننه وکړه.
د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو رئیس قاري ولي ګل جواد بیا په خپلو خبرو کې وویل چې، په انصاري څلورلارې کې جوړ شوی د ښکلا سمبول (۸) متره لوړوالی لري او د یو میلیون افغانیو په ارزښت د یوې میاشتې په موده کې په بنسټیزه توګه جوړ شوی دی. د نوموړي په وینا د یاد سمبول په جوړېډو سره به ښاري ښکلا ډیروالی ومومي.
ښاغلي جواد له ملي سوداګرو او متشبیثینو هیله وکړ، څو د ښاري ښکلا رامنځته کولو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همکار و اوسي.
د پامیر ګروپ شرکتونو ډلې مسئول غلام رباني عباس په خپلو خبرو کې وویل چې، د دې څلي په جوړولو کې له با کیفیته موادو څخه ګټه اخیستل شوې ده، چې د لمر او باران پر وړاندې خورا ډیر مقاومت لري.
هغه سوداګر او هېوادوال چې غواړي د ښار په آبادۍ او ښکلا کې برخه واخلي، کابل ښاروالي ورته اړینې آسانتیاوې برابروي.