د چین ولسمشر په رسمي توګه د افغان سفیر باورلیک ومانه

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۱۸مه ‏د چین ولسي جمهوریت ولسمشر ښاغلي شي جن‌پنګ د چین لپاره د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او فوق العاده استازي په توګه د محترم مولوي اسدالله (بلال کریمي) باورلیک ومانه نن د ۲۰۲۴ م کال د جنوري په ۳۰ د ا.ا.ا لوی سفیر، د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په ترڅ […]

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۱۸مه

‏د چین ولسي جمهوریت ولسمشر ښاغلي شي جن‌پنګ د چین لپاره د افغانستان اسلامي امارت د لوی سفیر او فوق العاده استازي په توګه د محترم مولوي اسدالله (بلال کریمي) باورلیک ومانه

نن د ۲۰۲۴ م کال د جنوري په ۳۰ د ا.ا.ا لوی سفیر، د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په ترڅ کې، په بیجینګ کې د خلکو په لوی هال کې، خپل باورليک د چین ولسمشر ښاغلي شي جینپینګ ته وړاندې کړ.

په دې مراسمو کې د ا.ا.ا. د لوی سفیر سربیره د ۴۱ نورو هیوادونو سفیرانو هم د چین ولسمشر ته خپل باورلیکونه وسپارل.

ولسمشر شي جن‌پنګ د ا.ا‌.ا. د لوی سفير او ځانګړي استازي په توګه د کریمي صاحب د باورلیک منلو پرمهال نوموړي ته چین ته د سفیر په توګه ښه راغلاست ووایه او په کارونو کې یې ورته د بري هیله څرګنده کړه. د مراسمو په جریان کې کریمي صاحب د چین د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي وانګ یي سره هم ولیدل او نوموړي هم کریمي صاحب ته د چین ولسمشر ته د باورلیک د وړاندې کولو له امله مبارکي وویله.
ښاغلي بلال کریمي د روان کال په ډسمبر کې په بیجینګ کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ته د باورلیک د کاپي له سپارلو وروسته د ا.ا.ا. په لوی سفارت کې کار پیل کړی و.