د چارو اداري لوی رياست اوونيزه اداري غونډه وشوه

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۳) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه (د رجب المرجب ۱۳مه) د چارو ادارې مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه. دغه اوونيزه اداري غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو پکې ګډون […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۳) د افغانستان اسلامي امارت د چارو ادارې لوی رياست اوونيزه اداري غونډه نن شنبه (د رجب المرجب ۱۳مه) د چارو ادارې مالي او اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حقاني په مشرۍ ترسره شوه.

دغه اوونيزه اداري غونډه چې د چارو ادارې لوی رياست د بېلابېلو رياستونو رئيسانو او جانبي واحدونو مسؤلينو پکې ګډون کړی و، د قرانکريم په تلاوت پيل شوه او ورپسې د تېرې غونډې د موضوعاتو په تعقيب پو شمېر پرېکړې وشوې.

په غونډه کې د غازي امان الله خان (ملي امنيت) روغتون سره د چارو ادارې د کارمندانو د روغتيايي خدمتونو په اړه يو پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د يادې موضوع په اړه طرحه ترتيب کړي.

همدا راز د چارو ادارې د کارمندانو د وسایطو او ورځنۍ حاضرۍ په اړه د کار قانون سره سم د کارمندانو د حاضرۍ سيستم په لا ښه تنظيم خبرې وشوې.

په غونډه کې د چارو ادارې لوی رياست د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه پريزنټيشن هم وړاندې کړ.