د ځمکني توتانو حاصلات ۳۳۷ مټریک ټنو ته ورسېد

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۰) دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ ام کال کې د هېواد په کچه ۳۳۷ مټریک ټنه ځمکني توتان تولید شوي دي. بلخ د ۱۲۵ مټریک ټنو تولید او ۲۵ هکټاره کرکیلي سیمې په درلودلو سره تر ټولو ډېر تولید لري، ترڅنګ یې کابل، هرات، تخار، دایکندي، خوست، ننګرهار، […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۰)
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو له مخې، په ۱۴۰۱ ام کال کې د هېواد په کچه ۳۳۷ مټریک ټنه ځمکني توتان تولید شوي دي.
بلخ د ۱۲۵ مټریک ټنو تولید او ۲۵ هکټاره کرکیلي سیمې په درلودلو سره تر ټولو ډېر تولید لري، ترڅنګ یې کابل، هرات، تخار، دایکندي، خوست، ننګرهار، او نیمروز هغه ولایتونه دي، چې په کې ډېر ځمګني توتان کرل کېږي.
تېر کال په ۱۱۸ هکټار ځمکه ځمکني توتان کرل شوي دي، چې حاصلات یې ۳۳۷ مټریک ټنو ته رسېدلې وه. دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په کچه د ځمکني توتانو د کرکیلې سیمه پراخه کړي.