د هیواد د بهرنیو چارو وزیر له پاکستاني سیال سره تلیفوني خبرې وکړې

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۵) د هیواد د بهرنيو چارو وزیر محترم مولوي امير خان متقي د خپل پاکستاني سیال ښاغلي بلاول بوټو زرداري سره په يوه ځانګړې ټيليفوني مکالمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر یو شمیر مهمو او دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او تجارتي مسایلو خبرې وکړې. دغه راز متقی صاحب غوښتنه وکړه چي د […]

الاماره: (۱۴۴۴/رمضان/۲۵) د هیواد د بهرنيو چارو وزیر محترم مولوي امير خان متقي د خپل پاکستاني سیال ښاغلي بلاول بوټو زرداري سره په يوه ځانګړې ټيليفوني مکالمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر یو شمیر مهمو او دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او تجارتي مسایلو خبرې وکړې.
دغه راز متقی صاحب غوښتنه وکړه چي د نیکمرغه کوچیني اختر تر رارسیدو مخکې په پاکستاني بندیخانو کي پاته افغاني بندیان هم ازاد او خپلو کورونو ته را ستانه شي، په مقابل کي یې ښاغلي بوټو د بندیانو د خلاصون ډاډ ور کړ.
همدارنګه دواړو لوریو موافقه وکړه چي دیپلو ماتیکو اړیکو ته به وده ورکوي.