د هیواد بهرنیو چارو وزیر د قزاقستان له سفیر سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۹) نن له غرمې وروسته په کابل کې د قزاقستان جمهوریت سفیر ښاغلي علیم خان یسین گیلدییف او مل پلاوي يې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل. په دې ناسته کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر ګڼو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري مسایلو هراړخیزې […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۹) نن له غرمې وروسته په کابل کې د قزاقستان جمهوریت سفیر ښاغلي علیم خان یسین گیلدییف او مل پلاوي يې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره وکتل. په دې ناسته کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ پر ګڼو سیاسي، امنیتي، اقتصادي او کلتوري مسایلو هراړخیزې خبرې وشوې.
په پیل کې د قزاقستان سفیر ښاغلي علیم خان یسین ګیلدییف وویل، چې هېواد یې افغانستان ته د یوه دوست هېواد په سترګه ګوري او غواړي چې خپلې اړیکې افغانستان سره پراخې کړي.
د قزاقستان سفیر د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه وویل، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه په تېر یوه کال کې ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې دا د تېر پېر په پرتله ۳۰۰ میلیونه ډالر مثبت توپیر ښيي.
سفیر همداراز وویل، چې هېواد به یې افغانستان سره خپلو سیاسی، تجارتي او بشري اړیکو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې تمه ده د قزاقستان د بشري مرستو تازه جوپې هم په لنډ وخت کې افغانستان ته راورسېږي.
د قزاقستان سفیر همدارنګه وویل، چې هېواد یې ژمن دی چې افغان محصلینو ته په کلني ډول د لوړو زده کړو د بورسیو ورکړې ته دوام ورکړي.
د بهرنیو چارو وزیر له ښه راغلاست وروسته د قزاقستان د پرانیستي او ناپېيلي بهرني سیاست هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې په سیمه کې له وروستیو بدلونونو سره په کار دي چې افغانستان او قزاقستان په ګڼو برخو کې راکړه ورکړه او همکارۍ زیاتې کړي.
مولوي امیر خان متقي وویل، چې د افغانستان حکومت د خپل اقتصادمحوره بهرني سیاست پرمټ غواړي د هېواد په ګڼو مسیرونو کې د رېل پټلۍ لیکې جوړې کړي او په دې برخه کې د قزاقستان تخنیکي مرستې ته اړتیا لیدل کېږي.
د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې په کابل کې د قزاقستان د سفارت هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې د قزاقستان په استانه او الماتې کې د افغانستان سفارت او کونسلګري دواړه مرکزي حکومت سره کاري تماس لري او په دوو اړخیزو اړیکو کې ګټور رول لري.
د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه، چې د افغانستان او قزاقستان دیپلوماتیکي اړیکې لا وغوړېږي چې دواړه هېوادونه له نویو فرصتونو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د بهرنیو چارو وزیر د قزاقستان سفیر ته ډاډ ورکړ چې افغانستان چمتو دی، چې سویلي اسیا کې سمندر سره د قزاقستان په نښلوون کې د ټرانزیټ رول ولوبوي او له ښاغلي سفیر څخه یې هم وغوښتل چې افغانستان سره هم د اړتیا پرمهال یې هېواد ورته ټرانزیټي اسانتیاوې برابرې کړي.
مولوي امیر خان متقي همداراز په پای کې د قزاقستان سفیر ته ډاډ ورکړ چې افغانستان کې اوس د هېچا لپاره ګواښونه نه شته او د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه هېڅ کومې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پرخلاف وکاروي.