د هلمند د ځوانانو چارو عمومي مدیریت د هلمند جمناستیک سپورټ کلب سره د هماهنګۍ په موخه غونډه وکړه

  نن د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو مدیریت له لوري د هلمند جمناستیک ورزشي کلب له مسؤل، استادانو او شاګردانو سره غونډه وکړه. په غونډه کي د ځوانانو چارو مدیریت کارکوونکو، د یاد کلب مسؤل، استادانو او ورزشکارانو ګډون درلود. د غونډي په پیل کي لومړی د یاد کلب […]

 

نن د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست اړوند د ځوانانو چارو مدیریت له لوري د هلمند جمناستیک ورزشي کلب له مسؤل، استادانو او شاګردانو سره غونډه وکړه.
په غونډه کي د ځوانانو چارو مدیریت کارکوونکو، د یاد کلب مسؤل، استادانو او ورزشکارانو ګډون درلود.

د غونډي په پیل کي لومړی د یاد کلب استاذ ښاغلي اغاولي “محمدي” درنو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه.

وروسته د ځوانانو چارو مدیر ښاغلي عبدالباري”حنظله” د غونډي ګډونوالو ته هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته یې کړه چي ځوانان د ملت د ملا د تیر حیثیت لري او د کلب له استادانو یې مننه وکړه چي پخپلو ورزشي فعالیتونو سره یې ځوانان له نشو او نورو ناوړه کارونو څخه راګرځولي همداراز یې د یاد کلب استادانو ته د هر ډول ممکنه همکارۍ ډاډ ورکړ.

وروسته د غونډی نورو ګډونوالو هم د ورزش پر اهمیت او ګټو ویناوي وکړې.
د پروګرام په وروستیو کي د کلب د ورزشکارانو لخوا تمرینات او نمائشات وړاندي سوه.

نېټه؛ ۱۴۴۳/۸/۱۴ هـ ق