د ننګرهار پوهنتون د روان تحصیلي کال د نهايي سمستر ازموينې پيل شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) په یادو ازموینو کې، چې د لیندۍ په ۵مه نېټه پیل او درې اوونۍ به دوام وکړي، ددې پوهنتون د لیسانس، ماسترۍ او شپې پوهنځیو نږدې ۱۴څوارلس زره تنه محصلين ګډون لري. د یادو ازموینو د پرانیستې په موخه ددې پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې ستره غونډه جوړه […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۳) په یادو ازموینو کې، چې د لیندۍ په ۵مه نېټه پیل او درې اوونۍ به دوام وکړي، ددې پوهنتون د لیسانس، ماسترۍ او شپې پوهنځیو نږدې ۱۴څوارلس زره تنه محصلين ګډون لري.
د یادو ازموینو د پرانیستې په موخه ددې پوهنتون د ښوونې او روزنې په پوهنځي کې ستره غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون رئیس، د محصلانو چارو مرستیال، د ازموینو مرکزي کمېټې مشر او غړو، د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو په کې برخه لرله.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د پرانیستې وینا پر مهال د پوهنځیو مسؤلینو او استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې ازموینې دې د اصولو او مقرراتو سره سمې په پوره روڼتیا او شفافیت واخیستل شي.
هغه زياته کړه: د ازموینو د څار او نظارت په موخه يې د پوهنتون په کچه د پوهاند دوکتور عبدالحی مقیم په مشرۍ ١٣ کسيزه کمېټه ټاکلې، چې د ازموینو پورې اړوندې چارې تنظيموي او ستونزو ته رسيده ګي کوي.
د محصلانو چارو مرستيال حافظ سید محمدقاسم هاشمي او د ښوونې او روزنې پوهنځي رئیس پوهنمل محمد اسحق شهیدزوی د غونډې نور ویناوال وو، چې ګډونوالو ته یې د ازموینو په اړه اړینې لارښوونې وکړې.
د غونډې په پای کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خلیل احمد بهسودوال د محصلانو چارو مرستیال حافظ سید محمدقاسم هاشمي، د ازموینو مرکزي کمېټې مشر پوهاند دوکتور عبدالحی مقیم او د یادې کمېټې د غړي پوهنوال سید اکرم هاشمي په ملتیا د بېلابېلو پوهنځيو د ازموینو صحنو څخه ليدنه وکړه.