د ناپېژاندو جسدونو ښخول، د کابل ښاروالۍ له مسوولیتونو څخه شمیرل کیږي

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۹) د اسلام د سپېڅلي دين د ارشاداتو او د محمدي شریعت د لارښوونو په پام کې نيولو سره؛ نن په بې ساري ډول کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو ریاست په کابل ښار کې د ناپېژاندو کسانو (۳۰) جسدونه د موسهي سیمې هدیره کې خاورو ته سپارلي دي. د تېرو دریو میاشتو په […]

الاماره (۱۴۴۴/رجب ۱۹) د اسلام د سپېڅلي دين د ارشاداتو او د محمدي شریعت د لارښوونو په پام کې نيولو سره؛ نن په بې ساري ډول کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو ریاست په کابل ښار کې د ناپېژاندو کسانو (۳۰) جسدونه د موسهي سیمې هدیره کې خاورو ته سپارلي دي.
د تېرو دریو میاشتو په بهیرکې،د هغو نا پېژانده جسدونو په ګډون چې، د پل سوخته لاندې برخو د پاکولو پر مهال دکثافاتوله ډیریو څخه پیدا شوي وو، (۱۴۴) جسدونه د یاد ریاست له خوا خاورو ته سپارل شوي دي. دغه مراسم د عدلي طب تر تشخيص او د تدفين د جواز له صادرولو وروسته، دکابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رياست له خوا ترسره شوي دي،دښاریانو د خپل خپلوانو جنازو ته د درناوي او ښاریانو ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه، د سویل لویدیځ زون هدیره چې ۳۹۷ جریبه مساحت لري، د شلمې ناحیې اړوند دموسهي په سیمه کې د کابل ښاروالۍ له خوا حوړه شوې ده. په معیاري توګه د هدیرو جوړول، د کابل ښاروالۍ د مسوولانو له کاري لومړیتوبونو څخه دي، چې په پام کې ده د ښار په بېلابېلو زونونو کې یو په بل پسې جوړې شي.
د کابل ښاروالۍ چارواکي او سمهال د ښار په څلورو زونونوکې د هدیرو د جوړولو او د یوه مناسب ځای د موندلو په موخه، د پلان په جوړولو بوخت دي. دغه خدماتي اداره په پام کې لري چې، ښاریانو ته د لا آسانتیاوو د رامنځته کولو په نیت، د هدیرو له جوړولو سربیره، سړه خونه، حمام، د جنازې د ادا کولو ځای، اداري څانګه، پلې لار، پارکینګ، شنه سیمه او د اوبو سیستم هم جوړ کړي.