د ملي دفاع وزارت سرپرست د ازبکستان هیواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رئیس سره وکتل

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۲۰مه د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” نن د ازبکستان هیواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رئیس ښاغلي عبدالسلام “عزیزوف” او ورسره مل پلاوي سره د سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې. په دې کتنه […]

الامارة: ۱۴۴۵ رجب ۲۰مه
د ملي دفاع وزارت سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب “مجاهد” نن د ازبکستان هیواد د استخباراتو او سرحدي ځواکونو له رئیس ښاغلي عبدالسلام “عزیزوف” او ورسره مل پلاوي سره د سرحدي مسایلو، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

په دې کتنه کې د ملي دفاع وزارت سرپرست د دواړو ګاونډيو او اسلامي هېوادونو ترمنځ د ښو اړيکو د پياوړتيا او ښه والي يادونه وکړه او زیاته یې کړه: موږ په تیر یو کال کې په سرحد کې ډیر کار کړی او تصمیم لرو چې په راتلونکي کې د هیواد د سرحداتو کارونه نور هم محکم کړو.

همدا رنګه ملي دفاع وزارت سرپرست ازبکستاني لوري ته ډاډ ورکړ، چې د اسلامي امارت امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټولو برخو کې د انکشافي پروژو د تطبيق او پانګونې په برخه کې هر ډول همکارۍ او ملاتړ ته چمتو دي.

همدا راز ازبکستاني لوري هم له اسلامي امارت سره د اړیکو په پیاوړتیا او په بېلابېلو برخو کې د افغانستان له خلکو سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.