د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.

د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسيون غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظیم کمېسیون پر غړو سربېره د سترې محکمې او د افغانستان طبي شورا باصلاحیته استازو هم حضور درلود، د ۱۴۰۲ کال د مالي پلان، بودجې او تشکیلاتو ترڅنګ د یادو ادارو د تېر کال کړنې او لاسته راوړنې وڅېړل شوې او په اړه یې هر اړخيز بحث وشو.

همداراز ټینګار وشو چې ادارې دې له تشکیلاتي پړسوب او وظیفوي تداخل ډډه وکړي او مسلکي برخو ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

په پای کې د معاشونو او تشکیلاتو د تنظيم کمېسیون د دغو ادارو د ۱۴۰۲ کال د تشکیل، بودجې او مالي پلان په اړه لازم تصمیمونه ونیول.

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۸)