د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ۱۴ کلیو اوسېدونکو ته د څښاک اوبو رسولو بهیر پیل شو

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د بغلان د کلیو او پراختیا ریاست له لوري د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ۱۴ کلیو اوسېدونکو ته د ټانکرونو له لارې د څښاک اوبو رسولو بهیر پیل شو. مسؤلین وایي چې د اوبو رسولو دغه پروژه د بغلان ولایت دمرکزي بغلان ولسوالۍ د علی خواجه مولوي احمد، چارسای ، سنگ لاغ سای […]

الاماره (۱۴۴۴/ربیع الثاني۲۲)د بغلان د کلیو او پراختیا ریاست له لوري د مرکزي بغلان ولسوالۍ د ۱۴ کلیو اوسېدونکو ته د ټانکرونو له لارې د څښاک اوبو رسولو بهیر پیل شو.

مسؤلین وایي چې د اوبو رسولو دغه پروژه د بغلان ولایت دمرکزي بغلان ولسوالۍ د علی خواجه مولوي احمد، چارسای ، سنگ لاغ سای ، شتر غلت ، آبقول ، دوجره ، مولوي الله داد ، محمد افضل ، دشت ګبر ، ملافیروز، بسم الله ، طوطي خیل ، دشت بایسقال ، او چک سای کلیو کې د یونسیف ادارى په مالي مرسته د بغلان ولایت د کليو د بيا رغونې او پراختیا رياست په همغږۍ او څارنې سره پیل شوې.

د مسؤلینو په وینا چې دغه بهیر یوه میاشت دوام کوي او د بغلان ولایت د مرکزی بغلان ولسوالۍ په ۱۴ کلیو کې ۴۶۵۴ کورنۍ تر پوښښ لاندې نيسې او هره ورځ ۹۷۵۴۵ لیټره پاکې اوبه د یادو سیمو په اوسېدونکو ویشي.