نام کاربری یا نشانی ایمیل
رمز عبور
مرا به خاطر بسپار
د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د ولایتي رئیس مولوي صفت الله وثیق په مشرۍ د لغمان ولایت په علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې د علماء کرامو د اتفاق او همغږۍ او د فقهي مجالسو د ترتیب، انسجام او پرمختګ په خاطر شانداره غونډې ترسره شوې. په دغو […]
د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمېسیون د ولایتي رئیس مولوي صفت الله وثیق په مشرۍ د لغمان ولایت په علیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې د علماء کرامو د اتفاق او همغږۍ او د فقهي مجالسو د ترتیب، انسجام او پرمختګ په خاطر شانداره غونډې ترسره شوې.
په دغو جلا جلا غونډو کې د فقهي مجالسو د مسئولینو سربیره د یادو ولسوالیو ګڼ شمېر علماء کرامو، مفتیانو او روحانیونو برخه اخیستې وه.
په غونډو کې علماء کرامو د اسلامي امارت څخه د کلک ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې د اسلامي نظام په وړاندې د دښمنانو د دسیسو د شنډولو او د مسلمان ولس د ستونزو او مشکلاتو د حل کولو په برخه کې د فقهي مجالسو په اهمیت او ضرورت هر اړخیزې او مفصلې خبرې وکړې.
دغه راز د غونډو په جریان کې د موجوده فقهي مجالسو ترڅنګ په سیمه کې درې ( ۳ ) نور فقهي مجالس هم جوړ او د علماوو په خوښه د هر مجلس لپاره امیر، معاون او منشي ونومول شول.
غونډې په هېواد کې د مجاهدینو د بشپړې بریا، د سوچه اسلامي نظام او سرتاسري امن د راتلو په دعاء سره پای ته ورسېدې.
این مطلب بدون برچسب(تکونه) می باشد.
دیدگاهها بسته است.