د قمبر څلورلارې له بلاکونو تر کمپنۍ سړک پورې د نوي جوړېدونکي سړک کانکریټ چارې په چټکۍ سره روانې دي

الاماره ۱۴۴۴ رمضان ۲۴ دکابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د قمبر څلورلارې له بلاکونو تر کمپنۍ سړک پورې د نوي جوړېدونکي سړک کانکریټ چارې په چټکۍ سره روانې دي. دغه سړک چې، (۹۵۱ ) متره اوږدوالی او (۳۰ ) متره پراخوالی لري، تر بنسټیزو چارو وروسته یې دیوه معیاري سړک […]

الاماره ۱۴۴۴ رمضان ۲۴

دکابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري د قمبر څلورلارې له بلاکونو تر کمپنۍ سړک پورې د نوي جوړېدونکي سړک کانکریټ چارې په چټکۍ سره روانې دي.
دغه سړک چې، (۹۵۱ ) متره اوږدوالی او (۳۰ ) متره پراخوالی لري، تر بنسټیزو چارو وروسته یې دیوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون کانکریټ چارې ترسره کیږي.
د کابل ښاروالۍ مشرتابه هڅه کوي، څو ښاریانو ته د ترانسپورټي آسانتیاو رامنځته کولو په موخه د سړک جوړونې ورته نورې پروژې هم په بېلابېلو ناحیو کې پلې کړي.
دیاد سړک په جوړیدو سره به له یوې خوا د ترافیکي بهیر پر وړاندې شته ستونزې لرې او له بلې خوا به دښاریانو په تګ راتګ کې آسانتیاوې رامنځته شي.