د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د خوست ولایت له پاره هم د علماوو شوری جوړه شوه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۸) د اسلامي نظام د لا استحکام او د امورو د ښه تنظیم او پرمختګ له پاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً په خوست ولایت کې د حکومتي چارو د لا ښه تنظیم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس لاندې علماء کرام […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۲۸)

د اسلامي نظام د لا استحکام او د امورو د ښه تنظیم او پرمختګ له پاره له ديني علماوو څخه مشوره اخيستل شرعي امر دی، بناءً په خوست ولایت کې د حکومتي چارو د لا ښه تنظیم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان پر اساس لاندې علماء کرام او متنفذین د خوست ولایت د علماوو شوری د مسئولینو او اعضاوو په توګه وټاکل شول.
محترم شیخ صاحب مولوي انور حسین د علماوو شوری د رئیس په توګه، محترم شیخ صاحب مولوي عبد الرحمان د شوری د مرستیال په توګه، محترم مولوي صاحب ګلمرجان د شوری دغړي او اداري او مالي چارو د مسئول په توګه، محترم شیخ صاحب محمد نعیم، محترم مفتي صاحب عابد الرحمان، محترم شیخ صاحب مولوي افضل حسین، محترم شیخ صاحب نظر جان، محترم مولوي صاحب اکبرجان، محترم مولوي صاحب حضرت خان، محترم مولوي صاحب زاهد الله، محترم مولوي صاحب امین الله، محترم مولوي صاحب محمد داود، محترم شیخ صاحب عبدالرحمان، محترم مولوي صاحب شریف الله، محترم حاجي صاحب عبدالرحمان، محترم ګلمرجان فاروقزی، محترم توریالی سنګرزوی، محترم احمدشاه لکنخیل او محترم شیر احمد خان د یادې شوری د اعضاوو په توګه و ټاکل شول.
د دغه فرمان له مخې د خوست ولایت د علماوو شوری مسئولین او اعضاء مکلفیت لري چي د خپلي لائحې سره سم د همدې ولایت د چارو د لا ښه سمون په هدف او د محول شویو موضوعاتو په اړه د ولایت اړوندو مسئولینو ته د شریعت په رڼا کي مشورې ورکړي او د ولایت مسئولین مکلف دي، چي د علماوو شوری پر مشورو باندي د دوی د لائحې مطابق عمل وکړي او د لائحې په اجراء کي هم پوره هڅې وکړي.
ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویندوی
۲۸/۵/۱۴۴۴هـ ق
۱/۱۰/۱۴۰۱هـ ش ـ 2022/۱۲/۲۲ م