د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس لاندې ټاکنې ترسره شوې

د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د حکم پر اساس د چارو د لا ښه سمون او پرمختګ په هدف په بیلابیلو برخو کې لاندې ټاکنې ترسره شوې د کنړ ولایت مخکینی والي مولوي صاحب احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د […]

د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن و الحدیث مولوي هبة الله آخندزاده حفظه الله د حکم پر اساس د چارو د لا ښه سمون او پرمختګ په هدف په بیلابیلو برخو کې لاندې ټاکنې ترسره شوې

د کنړ ولایت مخکینی والي مولوي صاحب احمد طه د سرحدونو او قبائلو چارو وزارت د مسلکي معین په توګه، د پنجشیر ولایت مخکینی والي مولوي صاحب محمد محسن هاشمي د تفتیش عالي ادارې د سرپرست په توګه، د ۲۰۳ منصوري قول اردو مخکینی قومندان ملا رحمت الله محمد صاحب، د ۲۰۹ الفتح قول اردو د قومندان په توګه، د ۲۰۹ الفتح قول اردو مخکینی قومندان مولوي صاحب نصر الله مطیع د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د قومندان په توګه، د جوزجان ولایت مخکینی والي قاري صاحب محمد اسماعیل راسخ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قومندان په توګه، د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معین ملا محمد علي حنفي صاحب د کندهار ولایت د سرپرست والي په توګه، د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکینی قومندان قاري صاحب محمد ایوب خالد د کنړ ولایت د والي په توګه، د میدان وردګو ولایت د والي مخکینی مرستیال شیخ صاحب بشیر احمد حقاني د نورستان ولایت د والي په توګه، د غزني ولایت د والي مخکینی مرستیال قاري صاحب ګل حیدر شفیق د جوزجان ولایت د والي په توګه، د سرحدونو اوقبائلو چارو وزارت مخکینی معین مولوي صاحب عبدالرحمان حقاني د بغلان ولایت د والي په توګه، د بغلان ولایت مخکینی والي مولوي صاحب سمیع الله حزب الله، د کندهار ولایت د امنیه قومندان په توګه او د کندهار ولایت مخکینی امنیه قومندان مولوي صاحب رحیم الله محمود د غزني ولایت د والي د مرستیال په توګه و ټاکل شول.

ذبیح الله مجاهد داسلامي امارت ویاند

۱۴۴۴/۱۰/۱۳ھ ق

۱۴۰۲/۲/۱۴ھ ش – ۲۰۲۳/۵/۴م