د عالمیې درجې اسنادو د ارزونې په موخه په ټول هیواد کې له لسګونو زرو علماؤ څخه آزموینه واخیستل شوه

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۲۷ نن ورځ، ‏ د هیواد د لوړو زده کړو وزارت د هېواد ۵۱ زره علماء کرامو څخه د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې په موخه په اوو زونونو کې ازموینه واخیسته. د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له یادې ازموینې څخه د څارنې په موخه کندهار […]

الاماره: ۱۴۴۵/شعبان ۲۷
نن ورځ، ‏ د هیواد د لوړو زده کړو وزارت د هېواد ۵۱ زره علماء کرامو څخه د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې په موخه په اوو زونونو کې ازموینه واخیسته.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له یادې ازموینې څخه د څارنې په موخه کندهار ولایت ته سفر کړی او په یاد ولایت کې یې د هېواد ټولو زونونو ازموینه په رسمي ډول پرانیسته.
نوموړي د ازموینې په پرانیسته کې علماء کرامو ته د ازموینې د روڼتیا په اړه پوره ډاډ ورکړ، هغوی ته یې د بریا هیله وکړه او ویې ویل چې په دې پروسې سره به د علماء کرامو د اسنادو تثبیت وشي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د محصلانو چارو معین، مالي او اداري معین، د مرکزي ادارو رئیس صاحبانو، په زونونو کې د علماء کرامو شورا غړو، د جهادي مدرسو شیوخ کرامو، د ولایتي ادارو استازو او د استخباراتو مسؤلینو له یادو ازموینو څخه څارنه کوله.
د علماء کرامو د عالمیې مرحلې (ماسټري) اسنادو د ارزونې ازموینه هم مهاله د هېواد په ۷ زونونو (مرکزي، جنوبي، شمالي، غربي، جنوب ختیځ، جنوب لوېدیځ او شمال ختیځ) کې پیل شوه او ټولو هغو علماء کرامو پکې ګډون کړی و، چې نوملیکنه یې ورته کړې وه.
د یادونې وړ ده چې دغو علماء کرامو ته به په ازموینه کې له بریا وروسته د ماسټري معادل اسناد ورکول کېږي.