د شهید سردار محمد داود خان روغتون کې د معلولینو د پالنې او روزنې مرکز افتتاح شو

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) د ا.ا.ا مشرتابه په هدایت د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز د شهید سردارمحمد داود خان په (نمبردو) روغتون کې د هېواد د(۴۰) کلنۍ جګړې د معلولینو او فلج شویو د پالنې او روزنې مرکز د یاد وزارت د رهبري له لوري افتتاح شو. په دغه روزنیز مرکز کې ټولو معلولینو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۵) د ا.ا.ا مشرتابه په هدایت د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز د شهید سردارمحمد داود خان په (نمبردو) روغتون کې د هېواد د(۴۰) کلنۍ جګړې د معلولینو او فلج شویو د پالنې او روزنې مرکز د یاد وزارت د رهبري له لوري افتتاح شو.

په دغه روزنیز مرکز کې ټولو معلولینو او فلج شویو کسانو ته د دیني او سواد اموزی زده کړو تر څنګ د حرفوي ( مبایل جوړونه،خیاطي، لاسي صنایعو،او بوټ جوړولو) څانګو کې زده کړې ورکول کیږي.

په دغه افتتاح غونډه کې د ملي دفاع وزارت مشرتابه، د نورو وزارتونو مسؤلینو، مشرانو او ګڼ شمېر معلولینو ګډون کړی وو، په ویناوو کې مسؤلینو معلولینو ته د ژوند د هر ډول اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه.