د ریاست الوزرا اداري مرستیال، د یوشمیر هیوادونو د علماو پلاوي سره وکتل

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۶) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د مصر، سو‌‌‌‌‌‌ډان، لیبیا او فلسطین هیوادونو یو شمېر علماو سره وکتل. په دې کتنه کې لومړی الشیخ دکتور محمد صغیر، دوکتور عبدالحی یوسف، الشیخ سامی الساعدی، الشیخ دکتور محمد عبدالکریم ، الشیخ ماهر سالم او […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۱۶) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن مازدیګر د مصر، سو‌‌‌‌‌‌ډان، لیبیا او فلسطین هیوادونو یو شمېر علماو سره وکتل.
په دې کتنه کې لومړی الشیخ دکتور محمد صغیر، دوکتور عبدالحی یوسف، الشیخ سامی الساعدی، الشیخ دکتور محمد عبدالکریم ، الشیخ ماهر سالم او الشیخ دکتور نواب التکروری خبرې وکړې او په افغانستان کې یې د اسلامي نظام پر دوباره ټينګښت خوښي وښوده.
یاد پلاوي د اشغالګرو پر وړاندې د افغان ملت د مبارزې قدرداني وکړه او اسلامي نظام یې د زرګونه شهیدانو د وینو او د افغانانو د بې شمېره قربانیو ثمره وبلله.
علماو د امیرالمومنین شیخ هبت الله اخندزاده حفظه الله له لوري اعلان شوې عمومي بښنه وستایله او وې ویل، عمومي عفوه په افغانستان کې د زرګونه کسانو د ژوند د ژغورنې او په ټوله دنیا کې د مسلمان امت د خوشالۍ لامل شوه.
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي یادو علماو ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، افغان ملت له بې شمېره سرښندنو وروسته وتوانېده چې خپل هیواد ازاد کړي او د اسلامي نظام خاوندان شي.
محترم حنفي زیاته کړه، کلونه وروسته افغانستان د داسې واحد حکومت لرونکی شو چې وې کولی شو د امنیت د تامین، فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې، د مجاهدینو او هغو کسانو چې د مجاهدینو پر وړاندې جنګېدلي وو د یتیمانو او کون‌‌‌‌‌‌ډو د کفالت او همدارنګه د روږدو کسانو د راټولولو په برخه کې یو بریالی میکانیزم تطبیق کړي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل، خوښ یم چې اسلامي امارت د بېلابېلو هیوادونو د لویو علماو کوربه دی او هیله یې څرګنده کړه چې د اسلامي امارت او د نورو اسلامي هیوادونو د لویو علماو ترمنځ دایمي اړیکې ټينګې شي او علما نورو ته حقایق ورسوي.