د ریاست الوزراء د مرستیال او د م. م د پلاوي ترمنځ پرمهمو مسائلو خبرې ترسره شوې

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن غرمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزل په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوي سره پخپل کاري دفتر صدارت ماڼۍ کې وکتل. په دې کتنه کې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الثاني ۸) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن غرمه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیال مارکوس پوتزل په مشرۍ د ملګرو ملتونو پلاوي سره پخپل کاري دفتر صدارت ماڼۍ کې وکتل.
په دې کتنه کې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي ځانګړي سلاکار، د OCHA رئیس، د اکبر موسسې مرستیال او د NECDO دفتر مسئول هم حضور درلود، په پیل کې مارکوس پوتزل د افغان نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړلو او په کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کار څخه د ښځو منع کولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده او په دې تصمیم د بیاکتنې غوښتنه یې وکړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مرستیال دېته په اشارې چې ۲۸ میلیونه افغانان عاجلو بین المللي مرستو ته اړتیا لري وویل، د دې وضعیت دوام د دې لامل کېږي، چې بین المللي ټولنه له افغانستان سره پخپلو بشري مرستو بیاکتنه وکړي.
نوموړي زیاته کړه: له تاسو زموږ غوښتنه دا ده چې د ملګرو ملتونو دغه پیغام د افغانستان اسلامي امارت رهبرۍ سره شریک کړئ.
وروسته د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو خاص استازي ځانګړي سلاکار وویل، په نوي زیږدیز کال کې د افغانستان لپاره له مرستندویه هیوادونو څخه د ۴٫۵ میلیارد ډالرو مرستو غوښتنه شوې او د دغو محدودیتونو دوام به د دې مرستو ترلاسه کول ناممکن کړي.
په مقابل کې، د ریاست الوزرا اداري مرستیال یاد پلاوي ته د ښه راغلاست او له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له مرستو د مننې ترڅنګ وویل، زموږ هیواد په تېرو څلورو لسیزو کې د جګړو له امله ډېر زیان لیدلی او بین المللي مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي پر دې ټینګار چې رامنځته شوې ستونزې باید د تفاهم له لارې حل شي وویل، افغانستان سره د بین المللي مرستو د قطع کېدو احتمال تر ډېره زموږ خلکو ته زیان رسوي او له دې کار څخه باید ډډه وشي.
محترم مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې دېته په اشارې چې بین المللي ټولنه باید د افغانستان د خلکو دود او عنعنات په پام کې ونیسي وویل، اسلامي امارت په افغانستان کې د بین المللي سازمانونو کار او فعالیت ته د لا غوره شرایطو رامنځته کولو ته ژمن دی.