د ریاست الوزراء اداري مرستیال په مشرۍ د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۱) د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کې دې افغانستان برېښنا شرکت یو شمېر کارمندانو او کارکوونکو د معاشاتو د اجرا طرحه، ملي پراختیا شرکت سره د مدغم شویو شرکتونو او تصدیو د بېلانس […]

الاماره (۱۴۴۴/شعبان ۱۱)

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن د اداري کمېسیون غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې دې افغانستان برېښنا شرکت یو شمېر کارمندانو او کارکوونکو د معاشاتو د اجرا طرحه، ملي پراختیا شرکت سره د مدغم شویو شرکتونو او تصدیو د بېلانس طی مراحل، د جمهوریت روغتون د ډیپارټمنټونو او اداري برخو تشکیلات، بشري سرچیني، مصارف، عواید او د ریفورم طرحې فواید او همداراز د موډل روغتون په توګه د جمهوریت روغتون پر تشکیلاتي طرحې، د هغې پر مفصل عملیاتي پلان او د عامې روغتیا وزارت د ۱۴۰۲ مالي کال انکشافي بودجه کې د هغې پر شاملولو هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې لازم تصمیمیونه ونیول شول.