د ریاست الوزراء اداري مرستیال د قوش تېپې له کانال له چارو لیدنه وکړه

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)بلخ ولایت ته د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس الحاج عبدالرحمن عطاش او مل پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه. د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د قوش تېپې کانال […]

الاماره (۱۴۴۴/جمادي الاول ۱۳)بلخ ولایت ته د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس الحاج عبدالرحمن عطاش او مل پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د قوش تېپې کانال له چارو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د کانال د دوهم او درېیم فاز په طرح او ډیزاین هم چټک کار روان دی.
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش له راغلي پلاوي مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د دې سترې او ملي پروژې چارې به د پخوا په څېر په پوره صداقت او هېوادنۍ مینې پرمخ وړي.

د قوش تېپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو پروژو څخه ده، چې دا مهال په کې تر ۳۲۰۰ ډېره ماشینري په کار بوخت او چارې یې په ډېرې چټکۍ پرمخ روانې دي.