د روزګان ولایت داطلاعات اوفرهنګ ریاست د کب لسمه داشغال خاتمه او د دوحې دهوکړي دوهمه کلیزه په شاندارو مراسیمو تیره ورځ  ونمانځل. 

    په یاده نمانځ غونډه کي د نظامي او ملکي ادارو د مسؤلینو ترڅنګ سلګونه عامو وګړو هم ګډون کړی وو. په نمانځ غونډه کي ټولو ویناوالو او د اسلامي امارت مسؤلینو پر امریکا توندي نیوکي وکړي او هغه یې د دوحې د هوکړي د ذکرسومادو پر سرغړونه تورنه کړه. په غونډه کي د […]

 

 

په یاده نمانځ غونډه کي د نظامي او ملکي ادارو د مسؤلینو ترڅنګ سلګونه عامو وګړو هم ګډون کړی وو. په نمانځ غونډه کي ټولو ویناوالو او د اسلامي امارت مسؤلینو پر امریکا توندي نیوکي وکړي او هغه یې د دوحې د هوکړي د ذکرسومادو پر سرغړونه تورنه کړه. په غونډه کي د اشغال د پای ته رسېدو استقلال او د ازادۍ اخیستلو په پار نعت ویونکو په خوږو اوازونوکي نعتونه او ترانې هم وویل سوې.

د اسلامي امارت مسؤلینو دا ورځ د افغانانو له پاره استقلالیت اوستر ویاړ وبلل او وئې ویل چي امریکا دوي لسیزۍ په افغانستان کي ستر جنګي جنایتونه ترسره کړه، زیاته بي ګنا انسانان ماشومان، دیني عالمان او مجاهدین ئې په شهادت ورسول  او یوازنی هدف یې په افغانستان کي د اسلامي نظام او دمسلمانونو دعقدو کمزوري کول او دغربي فرهنګ رواجول وو. دوی وویل چي اسلامي امارت د ولس په ملاتړ امریکا ته یو شرمونکې ماته ورکړه او له شرمه ډکه له افغانستان څخه ووته.

 

د اسلامي امارت مسؤلینو له ولس څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. او همداراز ئې د اسلامي امارت پرټولو مسؤلینو ږغ وکړي چي دا یوامتحان دي او الله “ج “خپل بندګان ازمائې چي د شهیدانو وینو ته به درناوی کوي او دهغو پریتیمانو اوکورنۍ به رحم او شفقت کوي، ددوي دسرښیندني، او قربانۍ تاریخ به تل پاتې وي. ځکه د شهیدانو په وینو سره د نړۍ ستر طاقت لرونکی هېواد د راغلو شاوخوا شپږ څلویښتو هېوادونو په شمول ستره او شرمونکې ماته وخوړه او له افغانستان څخه ئې پښې سپکي کړي. او سر ټیټه اوذلیله خپلو هیوادونوته ستانه سول.

دا په داسي حال کي ده چي د کب میاشتي لسمه نېټه د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کي په شاندارو مراسیمو ونمانځل سوه.

نېټه : ۱۴۴۳/۷/۳۰ هــ ق