د خوست ولایت په موسی خیلو ولسوالۍ کې د فقهي مجالسو د علماء کرامو پرتمینه غونډه دائره شوه

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس مولوي معلم جان په مشرۍ د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ په «کوسین خوله» سیمه کې د لسګونو علماء کرامو، د جوماتونو خطیبانو او امامانو، د مدارسو استاذانو او د اسلامي امارت د مختلفو ارګانونو د مسئولینو په شتون کې […]

د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس مولوي معلم جان په مشرۍ د خوست ولایت د موسی خیلو ولسوالۍ په «کوسین خوله» سیمه کې د لسګونو علماء کرامو، د جوماتونو خطیبانو او امامانو، د مدارسو استاذانو او د اسلامي امارت د مختلفو ارګانونو د مسئولینو په شتون کې یوه شانداره غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس د موسی خیلو ولسوالۍ د کوسین خولې علماء کرامو ته د فقهي مجالسو د اهمیت او ضرورت په هکله خبرې وکړې.

او علماء کرام یې د اسلامي نظام په وړاندې د دښمنانو د شومو دسیسو د شنډولو او د مسلمان ولس د سالمې رهبرۍ په اړوند په خپلو هلو ځلو کې لا نور زیاتوالي راوستلو ته وهڅول.

د غونډې ګډونوالو دیني عالمانو د مرکزي دارالافتاء، فقهي مجالسو او تخصصاتو کمیسیون ولایتي رئیس ته ډاډ ورکړ چې په ټول توان سره به هڅه وکړي ترڅو په خپلو سیمو کې فقهي مجالس فعال او د دیني مسائلو د حل په برخه کې د ولس ستونزو او مشکلاتو ته پوره رسیده ګي وکړي.

غونډه په هېواد کې د اسلامي امارت د بشپړې بریا، د سوچه اسلامي نظام د قیام او سرتاسري امن او سوکالۍ د راتلو په دعاء سره پای ته ورسېده.